د شرکت پروفایل

    بنسټ ایښودنکی او د شرکت رئیس:
احمد فردین هویدا
  د بنسټ ایښودلو کال:
1390
      خدمتونه:

 
                         
  موخې
د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت موخه د لوړو خدمتونو او مسلکي معیارونو او اصولو وړاندې کول او د مشتریانو درناوی دی. موږ د خپلو مؤکلینو اړتیا ته درناوی کوو، ستونزې او غوښتنې یې درک کوو او د هغوۍ د موخو په لاس ته راوړلو کې زیاته هڅه کوو ترڅو د هغوۍ د بریالیتوب له پاره عملي او اغیزمنې لارې چارې پیدا کړو. د پیریدونکو  ډاډ او باور به زموږ د ښو خدمتونو د وړاندې کولو سبب کیږي او موږ خپلې هغې هیلې ته چې په افغانستان کې د یو باوري حقوقي سیستم درلودل دي ورسوي. موږ په دې عقیده یو چې د افغانستان د اوسیدونکو ډاډ او باورد افغانستان په حقوقي سیستم زیات کړو او دا کار به په بیلابیلو برخو کې د بیلګې په توګه د مشاورې، منځګړیتوب، د دریګونو محکمو په پړاونو او په دولتي او خصوصي اداراتو کې د حقوقي مسایلو د زدکړې د خدمتونو په وړاندې کولو سره ترسره کوو. لکه څرنګه چې طلوع د روښنايې او امید په معنا دی نو موږ هڅه کوو چې د خلکو د هیله من کولو او د خلکو او د عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ د ښو اړیکو په جوړولو کې د لامل سبب وګرځو او خپلو خلکو ته روښنايي ډالۍ کړو. موږ ستاسې پر ستونزو ځان پوهو او د دغه ستونزو د حل له پاره بیلابیلې لارې چارې مومو او وړاندیز یې کوو.
 
                         
   

حقوقي خدمتونه
د حقوقي اغیزمنو لارو چارو د پیدا کولو او ستاسې حقوقي موخو ته رسیدل زموږ له فعالیتونو څخه دي. زموږ فني کدر چې تاسې ته د مشورو درکولو، منځګړیتوب په برخه کې او د محاکماتي پړاونو د ترسره کولو له پاره له دقیق او منظم مدیریت څخه کار اخلي. د څو کلنې تجربې پر بنسټ موږ تاسې ته وړاندیز کوو چې د هر ډول حقوقي او سوداګریزې موضوع له پاره د فیس ورکولو وړاندې له موږ سره مشوره وکړئ ترڅو ستاسې کار او سوداګري په ملي او نړیوالو اصولو او قوانینو برابره اوسي. طلوع حقوقي او مشورتي شرکت ستاسې د اړتیا مطابق په لاندې برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.
الف: د مدافع وکیلانو په برخه کې
ب: د خصوصي سکتور په برخه کې
ج: د دولتي سکتور په برخه کې
د: د حقوقي زدکړو په برخه کې

 
       
  الف: د مدافع وکیلانو برخه:
ددې برخې مسؤولین لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

1.    په اړوندو ادارو کې د حقوقي، سوداګریز او جزایي شخړو حل کول او تعقیب کول او په دې اړه نور خدمتونه وړاندې کول.
2.    د کشف او تحقیق پر مهال د مظنونینو له حقوقو څخه د دفاع لپاره د تجربه لرونکو مدافع وکیلانو ګمارل.
3.    د محکومینو او متهمینو له حقوقو څخه د دفاع له پاره په دریو محکمو کې (ابتداییه، استیناف او ستره محکمه) کې د جزايي قضیو له پاره د مدافع وکیلانو ټاکل او ګمارل.
4.    په جزايي قضیو کې په څارنوالۍ کې د دعوې د ترتیب او چمتو کولو له پاره د تجربه لرونکي وکیل د ګمارنې له پاره د مشورو ورکول.
5.    په جزايي قضیو کې د څارنوالۍ او محکمې پر تصمیمونو د اعتراض د لیکلو له پاره د تجربه لرونکي مدافع وکیل په ګمارلو کې مشوره ورکول.
6.    د غیابې تذکرو او وثیقي ترتیب او د مدافع وکیلانو یا حقوقي مشوره ورکونکو په واسطه د نورو حقوقي اسنادو چمتو کول.
7.    په حقوقي او سوداګریزو قضیو کې د مسلکي وکیل د ټاکلو له پاره حقوقي مشوره ورکول.
8.    په حقوقي، فامیلي او جزايي قضیو کې له مؤکلینو څخه د دفاع له پاره د مسلکي، تجربه لرونکو او په ډيري بهرنیو هیوادونوکې د اعتبار لرونکو مدافع وکیلانو ټاکنه او ګمارل.
 
       
  ب: د خصوصي سکتور برخه:
په یاده برخه کې حقوق پوهان د کورنیو او بهرنیو تجربو په لرلو سره د لاندې لیکل شویو مرستو ترسره کولو لپاره چمتو دي.
1.    د پیسو او سرمایې د ساتنې لپاره د لازمو مشورو ورکړه.
2.    د تړونونو اوډنه د مراجعینو د قانوني غوښتنې په نظر کی نیولو سره.
3.    د مراجعینو د ساتنې، ګټه په نظر کې نیولو سره سم د لازمو حقوقي مشورو ورکړه.
4.     په چټکتیا سره د د سوداګریزو او حقوقي منازعاتو د لمنځه وړلو په خاطر د مشورو ورکړه.
5.    په عدلي او قضایي ادارو کې د سوداګریزو حقوقي او قضایي کړنلارو په اړه د معلوماتو ورکړه .
6.     د خصوصي سکټور د ستونزو د حل په موخه د دولتي ادارو پروسیجر په اړه د معلوماتو ورکړه .
7.    په دولتي ادارو کې د خصوصي سکټور د ستونزو څیړنه او پلټنه.
8.    د عدلي او قضایي ادارتو او همدارنګه د نورو دولتي اداراتو د استعلامونواو مکتوبونو د ځوابولو په برخه کې د حقوقي مرستو ورکړه.
9.    د خصوصي سکټور د ستونزو د حل په موخه د حقوقي حل لارو پیدا کول .
10.    په هغه صورت کې چې خصوصي سکټور په دولتي ادارو کې له ستونزو سره مخ وي داسې د قانوني حل لارو پیدا کول او یا په نوموړو اداراتو باندی د دعوي مخ ته وړل.
11.    په هغه صورت کې چې په خصوصي سکتور باندې تور لګول کیږي د پوه مدافع وکیلانو په شتون کې به له دولتي اداراتو سره به د دعوا په مخ وړل کيږي.
12.     د خصوصي سکټور او کارکونکي کله چې د جرمي قضیو په څیړلو کې له ننګونو سره مخ کیږي د صورت دعوا لیکل او په تجارتي او حقوقي مسایلو کې د دفع دعوا جوړل د کورنیو او بهرنیو مجربو مدافع وکیلانو لخوا څیړل کیږی.
13.    د کورنیو او بهرنیو تړونونو اوډنه د مسلکي او مجربو حقوق پوهانو په واسطه.
14.     نورې حقوقي مرستې
 
                 
  ج: د دولتي سکتور برخه:
دا برخه په لاندې برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.
1.    په دولتي ادارو کې د تدارکاتو د قانوني پروسیجر د بشپړ کولو د څرنګوالي په هکله حقوقي مشوره ورکول.
2.    د تدراکاتي قراردادونو ترتیب کول چې د دولتي ادارو قانوني ګټې په کې تأمین شي.
3.    د هیواد د نافذه قوانینو مطابق د دولتي ادارو د تدارکاتي قراردادونو په اصلاح کولو کې مشوره ورکول.
4.    د حقوقي او اداري ستونزو له پاره د قانوني حل لارو د پیدا کولو له پاره حقوقي مشورو ورکول.
5.    د عدلي او قضايي مراجعو له پاره د استعلامیو او مکتوبونو د جوابولو له پاره حقوقي مشورې ورکول.
6.    نور حقوقي خدمات.
     
                         
  د: د حقوقي زدکړو برخه:
دا برخه لاندې خدمتونه وړاندې کوي.
1.    په خصوصي او دولتي سکتورونو کې د حقوقي زدکړو له پاره د تجربه لرونکو او لوړ زدکړو لرونکو حقوق پوهانو ټاکل او ګمارل.
2.    په دولتي سکتورونو کې د تدارکاتو د قانوني پروسیجر د تدریس له پاره د تجربه لرونکو حقوق پوهانو ټاکل او ګمارل.
3.    د علمي او مسلکي معیارونو په پام کې نیولو سره په دولتي ادارو کې د قوانینو د زدکړې له پاره د درسي پروګرامونو ترتیب کول او تنظیم کول.

 
                         
  مشتریان او مؤکلین:
•    رید استار انتر پرایزس
•    اولیف گروپ
•    کانترک نړیوال شرکت
•    مبارک ممتاز سوداګریز او لوجستکي شرکت
•    آباد راهان پارس ساختماني شرکت
•    عظیمي سوداګریز شرکت
         
                         
  ژبې:
•    دري
•    پښتو
•    انګریزي
                 
                         
  لیدلوری:
زموږ لیدلوری د ټولنې لپاره د افغانستان حقوقی سیستم ته د لاس رسي او په دې اړه د پوهاوۍ سهولیتونه برابرول دي ترڅو خپلو حقوقي امتیازونو ته ورسیږي او فردي او ټولنیز عدالت پلي شي. زموږ وروستی لیدلوری دا دی چې طلوع حقوقي او مشورتي شرکت په ملي او نړیواله کچه یو له غوره شرکتونو وشمیرل شي.
 
 



د دفتر پته:
دویم سړک، قلع فتح الله نور پلازې ته مخامخ کابل، افغانستان



   


له موږ سره اړیکه:
برښنالیک: office@tlegals.com
tololegalservices@gmail.com
ویب سایت: www.tlegals.com



له موږ سره اړیکه:
تیلفون: 400 427 788 0 93+
تیلفون: 951 221 700 0 93+