د مدافع وکیلانو برخه

ددې برخې مسؤولین لاندې خدمتونه وړاندې کوي:
•    په اړوندو ادارو کې د حقوقي، سوداګریزو او جزایي شخړو حل کول او تعقیب کول او په دې اړه نور خدمتونه وړاندې کول.
•    د کشف او تحقیق پر مهال د مظنونینو له حقوقو څخه د دفاع له پاره د تجربه لرونکو مدافع وکیلانو ګمارل.
•    د محکومینو او متهمینو له حقوقو څخه د دفاع له پاره په دریو محکمو کې (ابتدائیه، استیناف او ستره محکمه) کې د جزايي قضیو له پاره د مدافع وکیلانو ټاکل او ګمارل.
•    په جزايي قضیو کې په څارنوالۍ کې د دعوی د ترتیب او چمتو کولو له پاره د تجربه لرونکي وکیل د ګمارنې له پاره د مشورو ورکول.
•    په جزايي قضیو کې د څارنوالۍ او محکمې پر تصمیمونو د اعتراض د لیکلو له پاره د تجربه لرونکي مدافع وکیل په ګمارلو کې مشوره ورکول.
•    د مدافع وکیلانو یا حقوقي مشوره ورکونکو په واسطه د نورو حقوقي اسنادو ترتیب او چمتو کول.
•    په حقوقي او سوداګریزو قضیو کې د مسلکی وکیل د ټاکلو له پاره حقوقي مشوره ورکول.
•    په حقوقي، فامیلي او جزايي قضیو کې له مؤکلینو څخه د دفاع له پاره د مسلکي، تجربه لرونکو او په ډيري بهرنیو هیوادونوکې د اعتبار لرونکو مدافع وکیلانو ټاکنه او ګمارل.