د خصوصي سکتور برخه

په  یاده برخه کې حقوق پوهان د کورنیو او بهرنیو تجربو په لرلو سره د لاندې لیکل شویو مرستو ترسره کولو لپاره چمتو دي.
•    د پیسو او سرمایې د ساتنې لپاره د لازمو مشورو ورکړه.
•    د تړونونو اوډنه د مراجعینو د قانوني غوښتنې په نظر کې نیولو سره.
•    د مراجعینو د ساتنې، ګټه په نظر کې نیولو سره سم د لازمو حقوقي مشورو ورکړه.
•     په چتکتیا سره د د سوداګریزو او حقوقي منازعاتو د لمنځه وړلو په خاطر د مشورو ورکړه.
•    په عدلي او قضایي ادارو کې د سوداګریزو حقوقي او قضایي کړنلارو په اړه د معلوماتو ورکړه .
•     د خصوصي سکټور د ستونزو د حل په موخه د دولتي ادارو پروسیجر په اړه د معلوماتو ورکړه .
•    په دولتي ادارو کې د خصوصي سکټور د ستونزو څیړنه او پلټنه.
•    د عدلي او قضایي ادارتو او همدارنګه د نورو دولتي اداراتو د استعلامونواو مکتوبونو د ځوابولو په برخه کې د حقوقي مرستو ورکړه.
•    د خصوصي سکټور د ستونزو د حل په موخه د حقوقي حل لارو پیدا کول .
•    په هغه صورت کې چې خصوصي سکټور په دولتي ادارو کې له ستونزو سره مخ وي داسې د قانوني حل لارو پیدا کول او یا په نوموړو اداراتو باندی د دعوي مخ ته وړل.
•    په هغه صورت کې چې په خصوصې سکتور باندی تور لګول کیږي د پوه مدافع وکیلانو په شتون کې به له دولتي اداراتو سره به د دعوا په مخ وړل کيږی .
•     د خصوصي سکټور او کارکونکي کله چې د جرمي قضیو په څیړلو کې له ننګونو سره مخ کیږي د صورت دعوا لیکل او په تجارتي او حقوقي مسایلو کې د دفع دعوا جوړل د کورنیو او بهرنیو مجربو مدافع وکیلانو لخوا څیړل کیږي.
•    د کورنیو او بهرنیو تړونونو اوډنه د مسلکي او مجربو حقوق پوهانو په واسطه.
•    نورې حقوقي مرستې.