دا برخه په لاندې برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.
• په دولتي ادارو کې د تدارکاتو د قانوني پروسیجر د بشپړ کولو د څرنګوالي په هکله حقوقي مشوره ورکول.
• د تدراکاتي قراردادونو ترتیب کول چې د دولتي ادارو قانوني ګټې په کې تأمین شي.
• د هیواد د نافذه قوانینو مطابق د دولتي ادارو د تدارکاتي قراردادونو په اصلاح کولو کې مشوره ورکول.
• د حقوقي او اداري ستونزو له پاره د قانوني حل لارو د پیدا کولو له پاره حقوقي مشورو ورکول.
• د عدلي او قضايي مراجعو له پاره د استعلامیو او مکتوبونو د جوابولو له پاره حقوقي مشورې ورکول.
• نور حقوقي خدمات.