نجیب الله قریشي

ښاغلی نجیب الله قریشي د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت د مدافع وکیل په توګه خپله دنده پر مخ وړي. ښاغلی قریشي په ۱۳۷۵ کال کې د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو  پوهنځۍ او د قضاء او څارنوالۍ له څانګې فارغ شوی دی. او هغه په بیلابیلو دولتي ادارو کې لکه په محکمې او څارنوالۍ کې کار کړی او د ډيرو کلونو کاري تجربه لري.  ښاغلی نجیب الله قریشی په ۱۳۷۷ کال د عدليې وزارت کې کار پیل کړ او بیا یې په بیلابیلو ولایتونو کې د قاضي او څارنوال په توګه دندې ترسره کړې ده. له ۱۳۸۹ کال راهیسې د مدافع وکیل په توګه په کابل کې د بیلابیلو، سوداګریزو، جزايي او کورنیو قضیو په حل کولو بوخت دی او په دې کار کې خورا زیات مهارت لري او خپلو مهارتونو او حقوقي علمیت ته یې په زیات شمیر سیمینارونو، کنفرانسونو او حقوقي ښوونیزو پرواګرامونو کې په برخه اخیستلو وده ورکړې ده. ښاغلی قریشي، د عدلیې وزارت د عمومي تفتیش د ریاست د خصوصي سکتور د قوانینو د ډیپارټمنټ د مسلکي غړي په توګه، د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د ابتدايیه محکمې د محرر په توګه، د خوست ولایت د شهري ابتداییه محکمې د قاضي په توګه، د کندوز ولایت په شهري ابتداییه محکمه کې د قاضي په توګه، د کندوز ولایت د شهري محکمې د جزا د دیوان د قاضي په توګه، د کندوز د شهري محکمې د عامه امنیت د قاضي په توګه، د سترې محکمې د قضايي تعلیماتو د ریاست د اداري غړي په توګه، د میدان وردک د استیناف څارنوالۍ د عمومي اداري مدیر په توګه، د میدان وردک د بهسودو ولسوالۍ د لومړۍ حصې د څارنوال په توګه او د میدان وردک د استیناف څارنوالۍ د جرمونو د تحقیق د عمومي آمر په توګه دندې ترسره کړي دي او تل یې هڅه کړې چې په حقوقي او قضايي برخو کې خپله علمي وړتیا او تجربې زیاتې کړي.